افغان حکومت د دویم پړاو مذاکراتو په لړ کې د نړیوال ملاتړ د خپلولو په لټه کې دی. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي تازه یې هڅې پيل کړې دي چې ددویم پړاو مذاکراتو د بریا لپاره نړیوال ملاتړ او سیاسي اجماع لا ډېره پیاوړې کړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته په استولي ویډیويي پیغام کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر په تېرو دوو ورځو کې د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او ديپلوماتانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. ګران هېواد وایي یادو هېوادونو ژمنه کړې چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره پوره همکاري کوي او هڅه یې دا ده چې وکړی شي په دې پروسه کې مثبت رول ولوبوي. بهرنیو چارو وزارت وایي چې د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره به ددوی بحثونه او خبرې دوام کوي.
































