وروسته تر هغه چې د ټویټر ادارې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکونټ د تل لپاره بند کړ، نوموړي ویلي چې اوسمهال له ځینې ویب پاڼو سره په خبرو اترو بوخت دی څو خپله شخصي رسنۍ جوړه کړي. د هیل خپرونې د ټرمپ له قوله ویلي، ټویټر کومه ازاده رسنۍ نه ده او په وینا یې دی پخوا لا د ټویټر په ارادو پوهېده او ورته معلومه وه چې دا اداره به بلاخره داسې یو کار کوي. نوموړي زیاته کړې، د ټویټر دا کار د قانون خلاف دی او زیاته کړې یې ده چې ټویټر ادارې دا کار د ډیموکراټانو په غوښتنه د ده او د ۷۵ میلیون هغو امریکایانو د چوپولو لپاره کړی دی چې ده ته یې رایه ورکړې ده.
































