د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د ملي دسترخوان له بودجې تر درې لکه افغانۍ ډېرې پیسې غلا شوې دي. د چارواکو په خبره، دا پیسې د واخان ولسوالۍ د فطور کلې لپاره له ځانګړې شوې بودجې غلا شوې دي. دا پیسې د فطور کلي د شورا مشر او خزانه دار ته سپارل شوې وې خو هغوی په خپل راپور کې ویلي چې له دوی څخه ۳۱۴ زره افغانۍ وسله والو غلو وړې دي. په ورته وخت کې د بدخشان د والي ویاند هم له ډېرو جزیاتو پرته ویلي چې دا پیسې تېره شپه غلا شوې دي او په خبره یې، پولیسو ته دنده سپارل شوې ده چې دا قضیه په جدي توګه وڅېړي.
































