د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اندېښنه څرګنده کړې چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو وېره باید د سولې په پروسه کې د افغانانو پر ګډون منفي اغېز ونه کړي. د دې کمېسیون کمېشنره شبنم صالحي وايي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله خلک په کورونو کې قرنطین شول او د سولې اړوندو غونډو او اعتراضونو کې ګډون نشي کولی. صالحي زیاته کړه چې په دې اقدام سره دوی د مخامخ غونډو بدیل رامنځته کول غواړي چې د سولې په بهیر کې د عادي افغانانو غږ له پامه ونه غورځېږي.
































