په دې وروستیو ورځو کې ولسمشر غني د موقت حکومت له جوړېدو سره د مخالفت خبره کړې ده او ټینګار کوي چې یوازې د ټاکنو او ولس په خوښه بل ولسمشر ته واک پرېږدي. ولسمشر غني په دې اړه دوه ځله څرګندونې کړې دي، یو ځل په ننګرهار کې د وینا پر مهال او دویم ځل له سي ان ان سره په یوه تازه مرکه کې. د چارو شنونکي بیا وایي، د ولسمشر له تازه څرګندونو داسې ښکاري چې هغه ته د موقت حکومت پیغام رسېدلی دی او ښايي په خپل دریځ کې یوازې پاتې شي. طالبانو هم ویلي چې د مذاکراتو په دې پړاو کې پر راتلونکي حکومت هم بحثونه کېږي.
وروسته تر هغه چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، په هغه کې یوه مسئله په افغانستان کې د نوي اسلامي حکومت د جوړېدو هم یاده شوې ده. له همدې وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ښایي دلته یو موقت حکومت جوړ شي او هغه به د واک په لېږد او د راتلونکي حکومت جوړولو ته زمینه برابروي. په وروستیو ورځو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم کابل ته راغلی و، خو ولسمشر غني ورسره له لیدنې ډډه کوله. د چارو شنونکي او د مسایلو څارونکي په دې باور دي چې ښایي خلیلزاد به د موقت حکومت په اړه له ولسمشر غني سره خبرې کولې. د چارو شنونکی عبدالشکور دادرس وایي، د امریکا په ګډون ټوله نړۍ په افغانستان کې له جګړو ستړې شوې ده. د ده په خبره، دوی له هرې لارې چې وي هڅه کوي څو په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او د یوه نوي حکومت راتګ ته زمینه برابره کړي. هغه وايي، دا خبره تر لمر روښانه ده چې امریکا هم په افغانستان کې د سولې لپاره د یوه نوي حکومت ملاتړې ده. هغه وايي: «د دوحې په هوکړه کې واضح راغلي چې د یوه نوي حکومت د جوړېدو لپاره به کار کېږي. طالبان یې اسلامي حکومت بولي، خو په ټوله کې په دې مانا ده چې امریکا هم د نوي حکومت ملاتړې ده.»
دادرس همدا راز وایي افغان حکومت پخپله د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک تر منځ د ګډې اعلامیې د خپرولو له لارې ملاتړ کړی دی او امریکا هم دا غواړي چې جګړه ختمه شي. هغه زیاتوي، امریکا هم د جګړې د ختمولو لپاره پښې لوڅې کړې دي، نو له همدې امله یې یو پیاوړی هیئت افغانستان ته رالېږلی و چې ولسمشر غني ورسره له لیدنې ډډه کړې ده. هغه زیاتوي: «د امریکا یو ډېر پیاوړی پلاوی راغلی و، له نورو سیاسي څېرو سره یې ولیدل او هلته یې د موقت حکومت د جوړېدو خبره کړې ده. دوی غواړي چې انتقالي حکومت ته دې زمینه برابره کړي څو جګړه پای ته ورسېږي.»
دادرس دا هم وایي چې ولسمشر غني ښايي د واک د ساتلو لپاره جګړې ته ادامه ورکړي. د ده په خبره، د ولس او نړیوالو اراده ده چې نور دلته روانه جګړه ختمه کړل شي او که ولسمشر غني د ولس له ارادې سره مخالفت کوي، نو یوازې پاتې کېږي. هغه وايي: «نړیوال او افغانان په دې باور دي چې نور باید جګړه پای ته ورسول شي. د ولسمشر غني ټینګار به یوازې ده ته زیان ورسوي، دی به په دې کار کې یوازې پاتې شي او زیان به یې هم یوازې ده ته وي.»
د سیاسي او حقوقي مسایلو شنونکی عبدالستار سعادت هم وایي، که د حکومت رهبري پر خپل دريځ ټینګار کوي، نو د دې احتمال شته چې په هېواد کې کورنۍ جګړه پيل شي. دی زیاتوي، موقت حکومت د اړتیا په صورت کې د افغانستان د راتلونکې او ثبات لپاره غوره لار ده او حکومتي مشرانو ته پکار ده چې تر خپلو ګټو د هېواد ګټو ته لومړیتوب ورکړي. د ده په خبره: «که زمونږ رهبري خپلې شخصي ګټې تر افغانستانه مقدمې وګڼي، بیا د سقوط احتمال شته او په یو بل ډول د کورنیو جګړو د پیلېدو خطر موجود دی. اوسنی حکومت په غیر ملي اجنډاوو غواړي تېر تاریخ تحریف کړي، خلک وډار کړي او خپل سوله ضدي سیاست ته مشروعیت ورکړي.»
له دې ټولو سره سره ولسمشر غني وايي چې دی به واک یوازې د خلکو په خوښه ټاکل شوي ولسمشر ته وسپاري. ولسمشر له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي دي: «له ټاکنو پرته بل چا ته واک نه لېږدوم».
بلخوا په دوحه کې بین الافغاني خبرې روانې دي. افغان حکومت وایي چې اوربند دوی ته لومړیتوب دی او طالبان بیا ټینګار کوي چې د راتلونکي حکومت جوړښت هم د خبرو برخه ده او بحثونه به ورباندې کېږي.
































