روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۸۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۴۶۲ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۲ تنه مړه شوي او ۳۰۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲ زره او ۲۷۹ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۳ زره او ۷۴۰ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې روغتیا وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې په هېواد کې د کرونا وبا دویمې څپې مثبتې پېښې د کمېدو په حال کې دي خو که چېرته هېوادوال روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه ونه کړي نو ښایي د کرونا درېیمه څپه هم خوره شي.
































