د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې پر کرونا اخته ۴ زره کسان مړه شوي او تر ۳۰۰ سوه زره ډېر نور ورباندې اخته شوي دي. کرونا ويروس چې يو کال مخکې د نړۍ په شاوخوا ٢١٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده. راپورونه وایي چې په امریکا کې کرونا وبا له کنټروله وتلې ده، د دغې ناروغۍ لپاره ځانګړي شوي روغتونونه خالي بسترونه نه لري، د ورځې په زرګونو خلک له کرونا مري او په لکونو نور ورباندې اخته کېږي. د راپورونو له مخې له دې داسې ښکاري چې د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن هغه وړاندوینه رښتیا کېږي چې ویلي یې وو ښایي په راتلونکو درېیو میاشتو کې په امریکا کې له کرونا وبا شاوخوا درې لکه کسان مړه شي.
































