د پاکستان د سنا مجلس ددفاعي کمېټې مشر جنرال عبدالقیوم ویلي داسې راپورونه شته چې طالب وسله وال په پاکستان کې دي، خو ددغه وسله والو حضور د پاکستان په ګډون د هېچا په ګټه نه دي. نوموړی وایي پاکستانی حکومت په افغانستان کې د سولې له پروسې سره همکاري کوي خو په کار ده چې دغه همکاري په افغانستان کې ددایمي سولې او ثبات د راتګ سبب شي. هغه همدا راز ویلي چې د مذاکراتو په دې پړاو کې ښایي طالبان د راتلونکي حکومت د جوړښت پر بڼه ډېر ټینګار وکړي خو اوربند هم خورا مهم دی. هغه تمه ښوودلې چې د سولې روانه پروسه کې طالبان او افغان حکومت دواړه د خپل ولس لومړیتوب ته ارزښت ورکړي او په دغه هېواد کې اوږدې جګړې پای ته ورسوي.
































