افغان حکومت وايي په ترکیه کې د پنځو وژل شوو کډوالو جسدونه یې رالېږدولي دي خو داسې ښکاري چې د ترکي پولیسو د ډزو له امله وژل شوي دي. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دیارلس افغان کډوال له ایرانه په قاچاقي لارو ترکیې ته اوښتي وو، خو د پولیسو په یوه تلاشي کې یې د تېښتې هڅه کړې وه، چې پولیسو ډزې ورباندې کړې، له امله یې ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې او پنځه افغانان پکې وژل شوي دي. بهرنیو چارو وزارت وایي په دې اړه یې له ترکي چارواکو سره خبرې پيل کړې دي. په هېواد کې د بېکارۍ او ناوړه وضعیت له امله هر کال زرګونه افغان ځوانان د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته د رسېدو هڅه کوي، خو وخت ناوخت په لاره کې له دغه ډول بوږنوونکو پېښو سره مخ کېږي
































