اندونیزیایي چارواکي وایي تېره ورځ نادرکه شوې الوتکه سمندر ته لوېدلې ده. تېره ورځ د اندونیزیا یوه الوتکه له پلازمینې جاکارتا والوته خو څو دقیقې وروسته یې له هوايي ډګر سره اړیکه پرې شوه. ماښام مهال امنیتي ځواکونه په دې بریالي شول چې د الوتکې د لوېدو ځای پیدا کړي. الوتکه له جاکارتا سره نږدې یوه سمندر ته لوېدلې ده. د ژغورنې ډلې وايي عملیات روان دي او هڅه کوي ژر تر ژره د قربانیانو جسدونه راوباسي. په دې الوتکه کې ۶۲ کسان سپاره وو، چې له دې ډلې اووه یې ماشومان وو.
































