د راپورونو له مخې پېښه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د رحمان بابا مېنې یا کارته نو پر لومړي سرک شوې ده. عیني شاهدان وايي چې چاودنه خورا درنه وه او له امله یې درې کسه وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې د عامه ساتنې تصدۍ ویاند ضیا ودان هم شامل دی. بلخوا د کورنیو چارو وزارت بیا پر دې پېښه غبرګون ښودلی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وایي چې پر ضیا ودان برید د وسله والو طالبانو له لوري ترسره شوی دی او په دې وروستیو کې هڅه کوي چې ددغه ډول بریدونو په ترسره کولو وحشت خپور کړي. هغه زیاته کړې چې په پېښه کې د ودان تر څنګ د نوموړي دوه نور همکاران هم وژل شوي دي. طالبانو بیا تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































