د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا په کابل ښار کې وروستۍ هدفي وژنې غندلې دي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رییس شهرزاد اکبر په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي حکومت باید دا روښانه کړي چې څوک ددې وطن د ځوانانو په حذف او وژنه پسې دي. نوموړي په کابل کې وروستي هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ بللي دي او په خبره یې ناپېژانده کړۍ ددې هېواد د استعدادونو او ځوانانو د حذف په لټه کې دي. نوموړې له ټولو ښکېلو اړخونو غږ کړی چې ژر تر ژره دې هدفي بریدونه او افغان وژنه ودروي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو ورځو کې په هېواد کې هدفي بریدونه ډېر شي او اندېښنې یې پارولې دي.
































