د ای بي سي 7 شیکاګو په نامه رسنۍ د راپور له مخې د امریکا په دوو ایالتونو کې په بېلو پېښو کې د ډزو پر مهال ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپور له مخې، دا پېښې په شیکاګو او لاس انجلس کې رامنځته شوې دي. راپور کې راغلي چې په دې پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي. د شیکاګو پولیسو ویلي چې د یادو څلورو وسله والو کسانو له ډلې یو یې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی او پاتې درې نور لادرکه شوي دي. د پولیسو په خبره، تر اوسه د یادو پېښو انګېزه څرګنده نه ده خو په خبره یې دوی په دې اړه څېړنې پیل کړې دي. د یادونې ده چې په امریکا کې د تور پوستي جورج فلویډ تر وژل کېدو وروسته وسله وال تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی.
































