د نیمروز د ولایتي شورا رییس باز محمد ناصر ادعا کړې ده چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. ناصر زیاته کړې چې افغان هوایي ځواکونو تېره شپه د خاشرود ولسوالۍ په منظوري سیمه کې د طالبانو پر ګمرک برید کړی دی چې په پایله کې یې ګمرک ته ورڅېرمه درې کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده. نوموړي که څه هم طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو ویلي یې دي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي. په همدې حال کې د نیمروز د والي ویاند رحمت الله عمر د پېښې په اړه بې خبري ښودلې خو زیاته کړې یې ده چې دوی په دې اړه څېړنې پیل کړې دي. دفاع وزارت بیا تر اوسه په دې اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
































