د ترکیې مشهور خبري اژانس ټي ار ټي د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د بې پیلوټه الوتکو لرلو په ادعا سره د افغان ځواکونو پر وړاندې رواني جګړه پیاوړې کړي ده. راپور کاږي، طالبانو تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې یوازې پر کېمرو مجهزو هغو الوتکو څخه استفاده کوله چې په فلمونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي خو د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکټوبر میاشتې له لومړیو څخه یې د افغان ځواکونو پر وړاندې له هغو بې پیلوټه الوتکو څخه ګټه اخیستې ده چې بم لېږدوي او له لرې څخه کنټرولېږي. راپور کاږي، دا موضوع ځکه د اندېښنې وړ ده چې طالبان د سولې خبرو تر څنګ یوې پراخې جګړې ته د چمتوالي په هڅه کې دي. راپور کې د بې پیلوټه الوتکو د یو متخصص عمران فیروز له قوله راغلي، دا الوتکې د اندېښنې وړ نه دي خو په خبره یې طالبان په افغانستان او سیمه کې د امریکا له جنګي تکتیک څخه ګټه اخلي او هڅه کوي په دې سره افغان ځواکونه ووېروي چې له یو قوي دښمن سره مخ دي. د راپور وروستۍ برخه کې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې طالبان دا الوتکې له کومه کوي، د افغانستان د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج له قوله راغلي چې طالبان ټول جنګي تجهیزات له پاکستانه تر لاسه کوي نو په دې کې هم هیڅ شک نه شته چې دا الوتکې د پاکستان له لارې طالبانو ته رسېدلې دي.
































