په هېواد کې د خونړیو او سختو جګړو په دوام په یوه هوايي برید کې یو ځل بیا ملکي وګړي وژل شوي. راپورونه وایي چې هوايي ځواکونو وړمه شپه په نیمروز ولایت کې هوایي برید کړی دی او له امله یې ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بلخوا د نیمروز ولایت ځايي چارواکي په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو د ملي دفاع وزارت چارواکي بیا وایي چې دوی په دې سیمه کې د وسلهوالو طالبانو پر یوه ګمرک برید کړی دی او دوی ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت مخامخ دویم پړاو مذاکرات پيل شوي دي، خو په هېواد کې بیا هم جګړې زور اخیستی دی چې تر ټولو ډېر تلفات پکې ملکي وګړو ته اوړي. څو ورځې وړاندې په هلمند کې هوایي برید شوی و، چې له امله یې د یوې کورنۍ پنځه ماشومان وژل شوي وو او د همدې کورنۍ پنځه نور غړي ټپیان وو. اوس تازه بیا په نیمروز ولایت کې همداسې غميزه رامنځ ته شوې ده او په یوه هوایي برید کې اتلس ملکي وګړي وژل شوي دي.
د نیمروز د ولایتي شورا غړي وايي چې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې هوایي برید اتلس ملکي وګړي وژلي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي. د نیمروز ولایت د ولایتي شورا پخواني رییس باز محمد ناصري رسنیو ته ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې اته ماشومان او اووه ښځې شاملې دي. نوموړي وویل چې دغه هوایي برید وړمه شپه شوی دی. هغه وايي: «برید وړمه شپه شوی دی (شنبه، د مرغومې۲۹)، په برید کې اتلس ملکي وګړي وژل شوي دي. ښځې او ماشومان هم پکې دي. اته یې ماشومان دي او اووه ښځينه.»
د دې تر څنګ د وژل شوو کسانو خپل خپلوان هم د عدالت غوښتنه کوي. دوی تېره ورځ د قربانیانو جسدونه د نیمروز مرکز زرنج ته راوړي وو او لاریون یې کړی و. دوی له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې په پېښه کې ټول ملکي وګړي وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. دوی له حکومت غواړي چې د پېښې هر اړخیزه پلټنه وکړي، د ملکي وګړو وژنه ودروي او د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
د دې تر څنګ د نیمروز ولایت ځایي چارواکي په دې اړه خبرې نه کوي، خو ملي دفاع وزارت وایي چې دوی په خاشرود کې د طالبانو پر یوه ګمرک هوایي برید کړی دی او دې ډلې ته یې درانه تلفات اړولي دی. په لوېدیځ کې د ۲۱۵ اتل قول اردو چارواکو ویلي، په دغه سیمه کې وسلهوالو طالبانو له بار وړونکو موټرونو پیسې اخیستې، نو ځکه یې هوایي برید ورباندې کړی دی. دوی وايي چې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا به په هر اړخیزه توګه څېړي.
دا لومړی ځل نه دی چې په هوایي بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوړي، بلکې په دې وروستیو کې د طالبانو او افغان حکومت په هوايي بریدونو او عملیاتو کې د ملکي وګړو تلفات ډېر شوي دي. د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هوایي برید پنځه ماشومان ووژل، خو په اړه یې لا د پلټنو پایلې نه دي شریکې شوې.
د نیمروز پر پېښه وسلهوالو طالبانو هم غبرګون ښودلی دی. د وسلهوالو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې پېښه کې ۱۴ ملکیان چې ښځې او ماشومان پکې دي، وژل شوي دي. له دې سره جوخت د هېواد په ډېرو ښارونو کې نا امني ډېره شوې ده. په کابل کې د هدفي بریدونو دوام اندېښنې پارولې دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د تاوتریخوالي ډېرول او هدفي بریدونه د سولې په لار کې خنډونه جوړولی شي. افغان حکومت وروستي هدفي بریدونه د طالبانو کار بولي، خو دغه ډله وایي چې په دې پېښو کې لاس نه لري.
































