سیمې ته د افغان سولې په تړاو د سیاسیونو د سفر په دوام ټاکل شوې د پخواني ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي هم پاکستان ته لاړ شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې کریم خلیلي به ډېر ژر پاکستان ته لاړ شي او په دغه هېواد کې به د سولې تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا خبرې وکړي. تر دې وړاندې پاکستان د ګلبدین حکمتیار په ګډون ګڼو نورو سیاسیونو ته هم دغه هېواد ته د ورتګ بلنه ورکړې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.
































