د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، په وروستیو هدفي وژنو کې د طالبانو لاس دی. دی وایي، طالبان ځکه دغه ډول هدفي وژنې کوي، څو خلک پر نظام بې باوره کړي. د امرالله صالح د دفتر مطبوعاتي مسوول رضوان مراد هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې که څه هم طالبان په کابل ښار او ولایتونو کې د هدفي بریدونو پړه پر غاړه نه اخلي، خو ټول په دې پوهېږي چې ورستۍ هدفي وژنې د طالبانو کار دی. دی وایي طالبان ددې لپاره چې له امریکا سره کړې هوکړه یې زیانمنه نه شي او تر څنګ یې پر نظام هم د خلکو باور کم شي هدفي وژنو ته یې زور ورکړی دی. په دې وروستیو کې په کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هدفي بریدونه زیات شوي دي. طالبان بیا په دغه ډول بریدونو کې لاس لرل ردوي او مسوولیت یې نه مني.
































