اندونیزیایي رسنیو راپور ورکړی دی چې په دغه هېواد کې د ځمک ښویېدنې په پیښه کې ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. د اندونیزیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي چې دا پېښه د تېرې یکشنبې په ورځ ناوخته رامنځته شوې ده. د دغې ادارې په خبره، دا پېښه وروسته تر هغه رامنځته شوه چې لومړی شدید باران وشو او کله چې د ژغورنې ډله د مرستې په موخه سیمې ته ورسېده نو بله ځمک ښویېدنه پېښه شوه. دغه اداره زیاتوي چې د همدې پېښې له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي، دغه راز یو پل او څلور واټونه تړل شوي دي چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. اندونیزیا چې د اسیا په جنوب ختیځ کې واقع ده د نړۍ په کچه د نفوس له نظره څلورم ستر هېواد بلل کېږي.
































