د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د یمن حوثي ډله په کورنیو جګړو، د بشري حقونو په نقض او ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددغه ډلې درې مشران په تور لېست کې شامل کړي دي. د یمن حوثي یاغیان له کلونو راهیسې په یمن کې د عربستان له ملاتړ د برخمن حکومت پر ضد جګړه کوي، د ایران ملاتړ له ځان سره لري او په دغه هېواد کې یې پراخو جګړو او ناندریو ته لار هواره کړې ده. ایران بیا دا ردوي چې ګواکي ددغه ډلې ملاتړ کوي. امریکا ویلي چې د حوثي یاغیانو پر ضد به یې اقدامات لا جدي او پراخ شي.
































