روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۴۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۵۸۴ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۳ تنه مړه شوي او ډېر شمېر نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۳۰۱ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۴ زره او ۱۳۷ ته رسېدلی دی. د یادونې ده چې روغتیا وزارت یو ځل بیا له هېوادوالو غوښتي چې د کرونا وبا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره باید روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































