د ریسپانسبل سټېټکرافټ په نامه امریکایي ویبپاڼې راپور ورکړی دی چې بایډن کولی شي په مسوولانه توګه خپل سرتېري له افغانستان څخه خپلو کورونو ته ستانه کړي. راپور کاږي، بایډن به د خپلې ولسمشرۍ دورې په لومړیو سلو ورځو کې تر ټولو سختې پرېکړې وکړي خو په ډېره مسوولانه توګه به خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي. راپور کې راغلي، طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې ده چې له القاعده ډلې سره به اړیکې پرې کوي، تاوتریخوالی به کموي څو یو هر اړخیز اوربند او یو پراخ بنسټه سیاسي جوړجاړي ته لار اواره شي. د راپور له مخې، بایډن ټرمپ نه دی چې تر ټولو سختې پرېکړې په ډېر ساده ډول وکړي، بایډن به لومړی ځان باوري کړي چې طالبان د دوحې هوکړه کې شویو پرېکړو ته ژمن دي او له هغه وروسته به د ټولو مسائلو په اړه په ډېر احتیاط قدمونه واخلي.
































