د مدني او حقوقي فعالینو تر فشار وروسته ارګ ومنله چې په نیمروز کې په یوه هوايي برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي. دا تر اوږدې مودې وروسته لومړی ځل دی چې ارګ په هوایي برید کې د ملکي وګړو تلفات مني او غندي یې. ولسمشر غني وروسته له هغې دغه پېښه غندلې چې په ټولنیزو رسنیو کې یې سخت غبرګونونه وپارول. یوه هوايي برید په یوه ځای د یوې کورنۍ ګڼ غړي ووژل او ټول افغانان دې مسئلې غوسه کړي دي. د هېواد ولسي جرګې هم دغه پېښه غندلې او اروپايي ټولنې هم پر دې مسئله غبرګون ښودلی دی.
سره له دې چې وخت ناوخته په هېواد کې د هوايي بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، خو ډېر وخت حکومتي چارواکي پر دې تلفاتو پټه خوله وي. کله داسې هم شوي چې د ملکي تلفاتو افشا کوونکي چارواکي له دندو لرې کړل شوي او حکومت په ځلونو د پېښو د پلټلو ژمنې کړې، خو تر پېښې وروسته یې هېڅ راز معلومات له ولس سره نه دي شریک کړي. د شنبې په شپه ناوخته هوايي ځواکونو د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې پر یوه کلي هوایي برید وکړ، چې د معلوماتو له مخې، د اتلسو ملکیانو ژوند یې واخیست.
دې مسئلې سخت غبرګونونه وپارول. په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د ملکي افغانانو وژل که له هر لوري وي، ستر بشري جنایت دی او باید په اړه یې پلټنه وشي. نوموړي همدا راز ویلي وو چې په هوایي بریدونو کې د ملکیانو وژل کېدل د حکومت او ولس ترمنځ واټن ډېروي چې په دې حساسو شرایطو کې دا مسئله د هېچا په ګټه نه ده. هغه تمه ښودلې چې ژر تر ژره دې دغه ډول بریدونه په هېواد کې ودرول شوي او د شوو بریدونو په اړه هر اړخیزه پلټنه دې وشي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره په هېواد کې روانه جګړه غندلې او د ملکي وګړو تلفات یې د جدي اندېښنې وړ بللي دي. هغه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې پر ملکي وګړو هوایي برید او یا داسې سیمې په نښه کول چې په هغه کې ملکي وګړي اوسي بشر ضد جنایت دی او باید په اړه یې بشپړه پلټنه وشي. نوموړي پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره دې د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري او له دوی سره دې حساب کتاب وشي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم عامو کاروونکو دغه برید په کلکو ټکو غندلی و او له حکومت یې په دې اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده. له دې ټولو فشارونو وروسته ارګ دا ومنله چې په نیمروز کې په یوه هوایي برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر پر دې پېښې خواشینی دی او په اړه یې د پلټنو او هر اړخیزو تحقیقاتو امر کوي. ولسمشر غني د دې پېښې اصلي عاملین طالبان بللي او په خبره یې، دوی د خلکو په کورونو کې پنا اخلي او له دوی د سپر استفاده کوي. په اعلامیه کې راځي: ((طالبان او نورې تروریستي ډلې چې د خلکو له کورونو او عامه ځایونو څخه د سپر په توګه ګټه اخلي، د ملکي تلفاتو اصلي عاملین او ملکي تلفات د جګړې له بدبختیو څخه دي چې ما او د حکومت نورو مسوولینو ته د منلو او زغم وړ نه دی)).
ولسمشر غني همدا راز امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې د ترهګرو ډلو پر ضد خپل عملیات په پوره پیاوړتیا روان وساتي، خو تر څنګ یې دې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره هم ټول اړین موارد په پام کې ونیسي.
بلخوا د هېواد ولسي جرګې هم دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او په اړه یې د هر اړخیزو پلټنو غوښتنه کړې ده. ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د تېرې ورځې په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې دا پېښه هېچا ته د منلو نه ده او حکومت یې باید په اړه هر اړخیزې او بشپرې پلټنې وکړي او معلومات دې له ولس سره شریک کړي.
































