د امریکا د دفاع وزارت د کانګریس د قانون پر خلاف له افغانستان د خپلو ځواکونو ایستلو ته ادامه ورکړې ده. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي چې له افغانستان یې د سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکړې ده او په دې برخه کې به پر خپلو ژمنو عمل کوي. بلخوا دا مسئله د کانګریس د غړو له غبرګون سره مخ شوې ده. د کانګریس غړي وایي د وروستي تصویب شوي قانون له مخې پنټاګون تر هغه مهاله د ټولو سرتېرو د ایستلو یا ډېر کمولو ته ادامه نه شي ورکولی، تر څو یې چې کانګریس ته د افغانستان د وضعیت په اړه راپور نه وي ورکړی. د امریکا په کانګریس کې ځینو سرچینو د نامه نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي، دا هر څه په دې مانا دي چې ټرمپ او حکومت یې ګانګریس او قوانینو ته درناوی نه لري او باید له سخت غبرګون سره مخ شي.
































