د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امنینیان سره کتلي دي. دواړو لورو د سولې په تړاو بحثونه کړي دي او ایران یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د سولې ملاتړی دی او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته تیار دی. دواړو لورو همدا راز د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د همکاریو د تړون په برخه کې پر وروستیو پرمختګونو، د اقتصادي اړیکو پر لا پراخولو او نورو مواردو بحث کړی دی. دوی ټینګار کړی دی چې دواړه هېوادونه به په بېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخوي او په سیمه کې به د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي.
































