تر راتلونکو درېیو ورځو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته رارسېږي. ځینو باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته د خپلو سرتېرو کمولو ته ادامه ورکړې ده. د همدې بهیر په دوام ټاکل شوې چې تر راتلونکو درېو ورځو دغه شمېره ۲۵۰۰ ته راښکته شي. بلخوا په امریکا کې د سنا ځينې غړي وایي چې د ټرمپ حکومت د کانګریس د نوي قانون پر خلاف د سرتېرو کمولو ته ادامه ورکړې ده. کانګریس ویلي وو پنټاګون یوازې هغه مهال ټول سرتېري ایستلی شي چې د افغانستان د وضعیت په اړه کانګریس ته قناعت بښونکی راپور وړاندې کړي.
































