روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۰۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۶۹۰ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې په کرونا اخته اووه تنه مړه شوي او ۴۷۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۳۰۸ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۴ زره او ۶۰۸ ته لوړ شوی دی. یاد وزارت یو ځل بیا له هېوادوالو غوښتي چې د کرونا ویروس د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره باید روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































