د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مسکو کې د بین الافغاني مذاکراتو د ترسره کېدو احتمال نه دی رد کړی. هغه ویلي، دوی د افغان سولې پروسې سره هر راز همکارۍ ته چمتوالی لري. کابلوف زیاته کړې چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه تر اوسه پورې ښه روانه ده او په خبره یې که چېرته دا خبرې وځنډېږي نو دوی به له هرې ممکنې لارې د دې پروسې د بریا لپاره هلې ځلې وکړي. کابلوف په امریکا کې د واک بدلون ته په اشارې ویلي چې بې له شکه به د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن واک ته راتګ د افغان سولې پر پروسې اغېز ولري خو ټینګار یې کړی دی چې بایډن باید د افغانستان په اړه ډېر محتاط قدمونه واخلي.
































