په دوحه کې له بین الافغاني خبرو سره هممهاله د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د راتلونکي حکومت په اړه له افغان سیاسیونو سره سلا مشورې پیل کړې دي. رسنیو ته باوري سرچینو ویلي چې زلمي خلیلزاد ځینې مهمې سیاسي څېرې دوبۍ ته وربللې دي او له ځینو سره یې ټلیفوني خبرې کړې او له دوی سره په خبرو کې یې د راتلونکي حکومت پر جوړښت بحث کړی دی. د هېواد سیاسي څېرو او ګوندونو ته نږدې افراد بیا وايي چې خلیلزاد د موقت حکومت د جوړولو پیغام له ځان سره لري او غواړي له دې لارې جګړه ختمه کړي.
په دوحه کې د دویم پړاو مذاکراتو له پيل سره سم زلمي خلیلزاد پاکستان او افغانستان ته سفر درلود. په کابل کې یې له ګڼو سیاسي څېرو سره ولیدل او له دوی سره یې د سولې پر اړوندو مسایلو خبرې کړې دي. سیاسي کړیو او شخصیتونو ته نږدې کسان وايي چې خلیلزاد له ځان سره درې طرحې راوړې وې. لومړۍ طرحه یې دا وه چې طالبان به له حکومت سره یوځای کېږي، دویمه دا چې حکومت به له طالبانو سره په ګډه یو حکومت جوړوي او درېیمه دا چې یو موقت حکومت به جوړېږي. پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس ګل الرحمان قاضي رسنیو ته ویلي چې خلیلزاد له یادو دریو طرحو سره کابل ته راغلی و، خو دوې لومړۍ یې د افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره د منلو نه دي. د ده په وینا: ((درې انتخابه وو. یو دا چې همدا اوسنی حکومت دې وي او طالبان به ورسره یو ځای کېږي. دویمه طرحه دا وه چې حکومت به له طالبانو سره یو ځای کېږي دا دواړه طرحې افغانستان او نړیوالې ټولنې ته منلو نه دي او درېیمه طرحه هم د موقت حکومت وه)).
پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ته نږدې کسان هم وایي چې خلیلزاد د راتلونکي حکومت او نظام په اړه پیغام له ځان سره درلود. استاد سیاف ته نږدې کس میرویس غیاثي ویلي: ((ښاغلي خلیلزاد د هېواد له ځینو سیاسیونو سره ځينې مسایل مطرحه کړي دي، د راتلونکي نظام په اړه وو)).
له دې سره جوخت باوري سرچینې وايي چې زلمي خلیلزاد په دوبۍ کې له ځینو سیاسي شخصیتونو سره په جلا جلا توګه کتلي دي او ښایي د راتلونکي حکومت په اړه یې خبرې ورسره کړې دي. دغه سرچینې کابل نیوز ته ویلي چې د جمعیت اسلامي ګوند رییس صلاح الدین رباني، د همدې ګوند اجرایوي رییس عطا محمد نور او د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال یونس قانوني دوبۍ ته تللي وو او خلیلزاد له دوحې د دوی لیدو ته دوبۍ ته راغلی و. خلیلزاد له دوی سره په جلا جلا توګه کتلي او د سولې د راتلونکو مسایلو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي. همدا راز ویل کېږي چې له ګلبدین حکمتیار سره یې هم په همدې تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.
د موقت حکومت په اړه د زلمي خلیلزاد هڅې داسې مهال دي چې په دې وروستیو ورځو کې ولسمشر غني او شاوخوا کسان یې د موقت حکومت د جوړېدو مخالفت کوي. ولسمشر غني څو ورځې وړاندې له سي ان ان سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې واک یوازې د ټاکنو له لارې راتلونکي ولسمشر ته پرېږدي. د ده په خبره، جمهوریت به ساتي او تر هغه به واک بل چا ته پرې نه ږدي چې راتلونکی ولسمشر د خلکو په رایه نه وي راغلی. هغه په دې توګه د موقت حکومت مخالفت کړی دی.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې افغانستان یو مستقل او پیاوړی نظام لري، نو د دې اړتیا نشته چې موقت حکومت دې جوړ شي. د ده په خبره: ((موقت حکومت داسې مهال جوړېږي چې له یوې بې نظامه حالته یوه نظام لرونکي حالت ته ورځو، خو موږ داسې کوم څه ته اړتیا نه لرو)).
د راتلونکي حکومت په اړه بحثونه داسې مهال کېږي چې تر اوسه پورې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پیل شوو مذاکراتو د جګړې پر ډګر اغېز نه دی لرلی او نه یې هم ملکي تلفات راکم کړي دي. برعکس جګړې ورځ تر بلې شدیدې شوې او دواړه لوري د سولې پر ځای د سختې جګړې ادبیات کاروي.
































