د برېتانیا پارلمان وایي ناټو او برېتانیا دې تر هغه خپل سرتېري له افغانستان نه وباسي، چې په دوحې کې د مذاکراتو پایلې معلومې شوې نه وي. د برېتانیا د پارلمان پر وېبپاڼه په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي چې دوی د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره ارزولې ده او د افغانستان اوسنی وضعیت یې کتلی دی. سرچینه کاږي دوی د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو دا چې په افغانستان کې مېشت وسله وال نړیوالو ته ګواښونه جوړولی شي نو ځکه ددې اړتیا ده چې د مذاکراتو تر پایلو پورې برېتانیا او ناټو د خپلو سرتېرو ایستل ودروي. دوی همدا راز ویلي چې ناټو دې په افغانستان کې دداعش ډلې فعالیتونه وڅاري او پر وړاندې یې دې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي.
































