د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره کتلي دي. دواړو لورو د سولې پر روان بهیر خبرې کړې دي. دوی ټینګار کړی دی چې د افغان سولې لپاره به د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر پراختیا او پیاوړتیا کار کوي. حنیف اتمر ویلي دایمي سوله یوازې هغه وخت راتلی شي چې مالکیت او مشري یې د افغانستان له قانوني حکومت سره وي. دده په خبره افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو هغه سوله چې لاس ته راوړنې وساتي او ددایمي ثبات سبب شي.
































