د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي ایران له ۲۰۰۵ز کال راهیسې د القاعده شبکې غړو ته پنا ورکړې ده، دوی ته یې د اړیکو زمینې برابرې کړې دي او له دوی سره یې د پیسو په ټولولو او عملیاتو پلانولو کې همکاري کړې ده. مایک پمپیو وایي ایران په قصدي توګه غواړي د القاعده شبکې له فعالیتونو ملاتړ وکړي او دغه ډله په ځينو هېوادونو کې د امریکا پر ضد جنګوي. پمپیو وایي دوی به د ایران پر وړاندې لا ډېر بندیزونه وضع کړي. هغه همدا راز په یوه فارسي ټوېټ کې د ایران خلکو ته ویلي چې امریکا یې تر څنګ ولاړه ده او د ایراني مشرانو ظلمونه به پای ته رسوي. ایران په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































