د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي په افغانستان کې د سولې راتګ به سیمې ته د پرمختګ او پراختیا فرصتونه راولي. د عمران خان له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړي د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دویم مرستیال کریم خلیلي سره کتلي دي. عمران خان ویلي چې د افغانستان له سولې او ثبات سره ددوی همکاري دوام کوي او په دې برخه کې به یې هڅې ډېرې شي. عمران خان ویلي له افغانستان سره په بېلو برخو په تېره په سوداګرۍ او اقتصاد کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لټه کې دی. هغه وایي همدا چې افغانستان ته سوله او دایمي ثبات راځي نو په سیمه کې به د پرمختګ او پراختیا لپاره ګڼ فرصتونه مساعد شي.
































