امریکا یو ځل بیا د سیاسي جوړجاړي له لارې د افغان شخړې پر پایته رسېدو تینګار کړی دی. په کابل کې د امریکایي سفارت سرپرست راس ویلسن ویلي چې دوی لا هم هڅه کوي ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان به خپلواک، متحد، ډیموکراټ پاتې کېږي او دغه راز به د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندې کېږي. راس ویلسون پر خپل ټویټر لیکلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو سره په تماس کې دی او دواړه لوري د خبرو دوام ته هڅوي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی هیڅکله د لنډمهالي حکومت ملاتړ نه دی کړی او په خبره یې، امریکا هیله لري، د افغان جګړې دواړه اړخونه داسې یو جوړجاړي ته سره ورسېږي چې د ټولو افغانانو هیلې منعکسې کړي.
































