روسیې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو هغه څرګندونې بې بنسټه بللې دي چې ویلي یې وو ایران د القاعده ډلې په مرکز بدل شوی دی. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له نوستي اژانس سره په مرکه کې ویلي، د امریکایي چارواکو هغه ادعاوې چې ایران یې د القاعده ډلې مرکز بللی دی بې اساسه دي او دوی ته تر اوسه په دې اړه هیڅ معلومات نه دي رسېدلي. د یادونې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په دې وروستیو کې ویلي چې ایران د القاعده ډلې په امن پټنځای بدل شوی او په خبره یې دې ډلې چې کوم ترهګریز کارونه مخکې په افغانستان او پاکستان کې کول اوس یې تر هغه په ډاډه زړه له ایرانه تنظیموي او تر سره کوي.
































