د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې پر سوریه د اسراییلي الوتکو په برید کې ۲۳ کسان وژل شوي دي. یاد سازمان ویلي چې د اسراییلي الوتکو د دې برید موخه په دېر الزور ولایت کې د وسلو او مهماتو یو ډیپو وو چې ورڅېرمه کورونه او استوګنځایونه یې هم ورسره لولپه کړي دي. د یاد سازمان په وینا په دې برید کې اووه سوریایي سرتېري او د ایران ملاتړي ۱۶ وسله وال وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو سازمان زیاته کړې چې اسراییل په سوریه کې د چهارشنبې په سهار اتلس هوایي بریدونه کړي دي. په سوریه کې د کورنیو جګړو له پیله تر اوسه اسراییل ګڼ هوایي بریدونه کړي دي چې د ملکیانو په ګډون یې زرګونه سوریایي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
































