د طالبانو د بریدونو، د سولې کاواکه بهیر او د بهرنیو سرتېرو د وتلو له امله افغان حکومت له فشارونو سره مخ دی. واشنګټن ایکزماینر نشریه په یوه مقاله کې لیکي په دې وروستیو کې چې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو پيل شوی په افغانستان کې جګړې او هدفي بریدونه ډېر شوي دي. سرچینه وایي د افغانانو ستره هیله دا ده چې دلته روانې جګړې ختمې شي خو د سولې خبرو هم نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم کړی نه دی بلکې لا یې ډېر کړی دی. سرچینه کاږي چې له یوې خوا د سولې بهیر کاواکه دی، بلخوا طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي دي، تر څنګ یې امریکا د خپلو سرتېرو کمولو ته ادامه ورکړې ده او دې هر څه افغان حکومت له فشارونو سره مخ کړی دی. سرچینه کاږي چې په افغانستان کې دې د سولې پروسه ژر تر ژره پایلې ته ورسول شي او دلته دې روانه خونړۍ جګړه ختمه کړل شي.
































