ولسمشر غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر اوربند هوکړه وکړي. ولسمشر غني چې نن یې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د درېیو مهمو پروژو د پرانیستې لپاره په جوړو شوو مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې روانه جګړه د هېچا په ګټه نه ده او طالبانو ته په کار ده چې ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي. ولسمشر همدا راز وویل چې که په افغانستان کې سوله راځي او امنیت تامنېږي نو د سولې او اقتصادي پراختیا پرېمانه فرصتونه به رامنځ ته شي. ولسمشر همدا راز وویل چې افغانستان د لویو پروژو د عملي کېدو فرصت لري او افغانان به ډېر ژر د نورو پروژو د پرانیستو شاهدان وي. ولسمشر داسې مهال له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده چې طالبان تر دې دمه د حکومت دا غوښتنه نه مني او د معلوماتو له مخې د اوربند خبره د طالبانو د اجنډا په پای کې ده، خو افغان حکومت تر هر څه وړاندې د اوربند غوښتنه کوي.
































