د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي ویلي چې ټرمپ په ټاکنو کې د درغلیو تورنه پورې کړي دي، د ځینو ایالتونو وزیران یې درغلۍ ته هڅولي او تر ټولو مهمه دا چې لاریون کوونکي یې پر کانګریس خونړي برید ته هڅولي دي. د امریکا استازو مجلس د استیضاح پرېکړې ته ۲۳۲ مثبتې رایې ورکړې دي. له دې وروسته به دغه پرېکړه سنا ته ځي او که دغه مجلس هم رایه ورکړه نو ټرمپ به استېضاح شي او هېڅ وخت به بیا په ټاکنو کې ګډون و نه شي کړی. د امریکا تاریخ کې ټرمپ لومړنی رییس جمهور دی چې دوه ځله یې د استیضاح پرېکړه تایید کېږي. دا پرېکړه داسې مهال وشوه چې د امریکا د ملي ګارد سلګونه سرتېرو د استازو مجلس د ودانۍ ساتنه کوله او په واشنګټن کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
































