د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ مذاکراتو کې وقفه او ځنډ راغلی دی. په دوحه کې د مذاکراتي ټیم ځینو غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له څو ورځو راهیسې د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي ټیمونو له یو بل سره نه دي لیدلي. بلخوا د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له رسنیو سره ویلي چې دمګړی د افغان حکومت مذاکراتي ټیم په خپلمنځي بحثونو بوخت دی او د اجنډا پر توحید کار روان دی. د طالبانو لوري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. په مذاکراتو کې داسې مهال له ځنډ او خنډونو خبرې کېږي چې په هېواد کې جګړه شدیده شوې او عام افغانان ژر تر ژره د جګړې ختمېدل غواړي.
































