د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د سویډن د بهرنیو چارو له وزیرې آن لینده سره د افغان سولې او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، حنیف اتمر په یاده ټلیفوني مکالمه کې ویلي چې په هېواد کې وروستیو ناامنیو او هدفي وژنو د دوحې پر مذاکراتو د خلکو باور سخت زیانمن کړی دی او د همدې وضعیت دوام د سولې بهیر له جدي ننګونو سره مخ کولی شي. په ورته وخت کې د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر لوړه کچه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی دی چې هېواد به یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې کلک ملاتړ ته دوام ورکړي. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د هدفي وژنو زیاتوالي خلک سخت اندېښمن کړي او دغه راز یې د نړیوالې ټولنې توند غبرګونونه راپارولي دي.
































