په همدې تړاو په جوړو شوو مراسمو کې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په انلاین بڼه ګډون کړی و. په دې مراسمو کې د اندخوی-آقینې د وسپنې پټلۍ، د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لین ترمیم، له شبرغان تر مزار شریف ښار پورې د برېښنا لین او همدا راز له ترکمنستان د راغلي نوري فایبر پروژې پرانیستل شوې. ولسمشر وویل چې افغانستان به د سیمه ییز اتصال په مرکز بدل شي او هڅه روانه ده چې په دې ساحه کې ګڼې نورې لویې پروژې هم پرانیستل شي. هغه وویل چې افغانستان له اوږدو کلونو وروسته یو ځل بیا په اقتصادي او سوداګریز لحاظ د مرکزي اسیا له هېوادونو سره وصل شو او دا لړۍ به پراختیا وکړي. د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ټینګار وکړ چې په خپلو کې به دوه اړخیزې اړیکې پراخوي.
































