د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا د نوي ډول ویروس د پراختیا له امله خبرداری ورکړی. دغه سازمان ویره لري چي ښايي د کرونا وبا دویم کال به د لومړي کال په پرتله لا سخت وي. د کرونا وبا د نوي ډول چټک پراخېدو ته په کتو سره، د روغتیا نړیوال سازمان خپله بیړنۍ غونډه دوې اونۍ رامخته کړې ده. د کرونا وبا دوه نوي ډولونه چي په دې وروستیو کي په بریتانیا او جنوبي افریقا کي لیدل شوي، د هغوی د لېږد شدت تر پخواني ډول ډیر دی. د کرونا وبا نوی ډول د نړۍ په شاوخوا ۵۰ هیوادونو کي خپور شوی دی. د روغتیا سازمان مرستیال ویلي، چي د کرونا وبا د لومړني واکسین پر تولید سربېره، بیا هم پر دغه وبا تر غالبېدو پوري لا اوږده لار په مخکې ده.
































