د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن له کرونا سره د مبارزې تر نامه لاندې د اقتصادي مرستو اعلان وکړ چې له مخې به یې د واکسین ورکول زیات او له دغه وبا څخه به د اقتصادي اغېزو مبارزه کوي. د بایډن د دغو اقتصادي مرستو له مخې، به له امریکایانو سره نغدي مرسته کېږي، په خوندي توګه به پرې ښوونځي پرانېستل کېږي او د هېواد په کچه به پرې د واکسین پروګرام غښتلی کېږي. بایډن ویلي، چې د روانې جنورۍ میاشتې په شلمه نېټه له ولسمشر کېدو سره به په لومړیو سلو ورځو کې سل میلیونه دوزه واکسین خلکو ته ورکړي. په امریکا کې نږدې ۳۸۸۰۰۰ کسان له کرونا څخه مړه شوي او له دوو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د کرونا وبا په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
































