روغتیايي مسوولین وايې چې په جنوبي ولایتونو کې له واکسین څخه تر یو ميلیون د زیاتو ماشومانو پاتې کېدل لاهم لوی ګواښ دی. د کندهار تر څنګ په هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو کې له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو شمېر ۱.۷ميلیونه دی چې ۱.۱ ميلیون يې له تېرو ۳۱ میاشتو راهیسې په پرله پسې ډول له واکسین څخه محروم پاتې دي. د جنوبي ولایتونو لپاره د پوليو پر ضد د بېړنیو اقداماتو د مرکز رییس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وويل چې یاده ستونزه د پوليو پېښو د زیاتوالي لامل شوی دی. د پوليو پرضد مبارزه کې چارواکي د ښځینه مبلغینو او کارکونکو حضور تر ټولو غوره حل لاره ګڼي چي په پایله کې يې ډیرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین رسیدلی دی. پخلا وايې چې د نویو لارو چارو د پلې کولو څخه وروسته د ټولنې همکاري هم زیاته شوې. په ورته وخت کې د کندهار ښار اوسیدونکي وايې چې تېر میلادي کال د ګوزڼ پېښې تر ډيره په هغه کورنیو کې رامنځ ته شوي چې خپلو ماشومانو ته يې له واکسین ورکولو انکار کاوو.
































