د افغان سولې د دویم پړاو له پیل څخه څو ورځې وروسته یو شمیر کورنیو او بهرنیو رسنیو خبر خپور کړ، چې بین الافغاني خبرې اترې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د نوي حکومت تر پیلېدو پورې ځنډول شوي دي. خو په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم وردګ، ویلي، چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې اترې نه دي ځنډېدلي او د دواړو لورو د تماس ډلې له یو ـ بل سره په جریان کې دي. نوموړي ویلي، په هېڅ ځای کې د مذاکراتو مجلسونه روزمره او دوامداره نه وي، ځکه کله کله خپل منځي مجالسو ته هم اړتیا پېښېږي. د افغان حکومت مرکچي پلاوي او د ملي مصالحې شورا بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د افغان سولې مذاکرات، چې له شل ورځني ځنډ څخه وروسته د روانې میلادي میاشتې په ۶مه نېټه په قطر کې پیل شول، یوازې یو ځل د دواړو لورو ترمنځ مخامخ ناسته شوې ده، چې جزیات یې لا هم له رسنیو سره نه دي شریک شوي.
































