فارین پالیسي خپرونې خبر ورکړی چې خوست کې تیره دسمبر میاشت د القاعدې او طالبانو یو ګډ خطرناک برید کې د سي آی اې یوه ستراتیژیکه اډه په نښه شوې چې،څلور ډیر خاص او مجرب امریکایي سرتیري په دغه برید کې وژل شوي دي،په خبر کې راغلي چې دغه برید کې درې افغان سرتیري او شپږ ملکي افغانان هم وژل شوي دي، فارین پالیسي ویلي د دوحې تړون ته په کتو او د سولې راتلونکو پړاوونو د کامیابۍ په موخه دغه برید امریکا او طالبانو پټ ساتلی او نه غواړي په تړاو یې څوک له رسنیو سره خبرې وکړي.
































