د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې دنده یې پنځو ورځو کې ختمېږي وايي، افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو شمېر په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی. ټرمپ سپټمبر میاشت کې ویلي و چې افغانستان کې به د روانې جنورۍ تر ۱۵ د امریکايي ځواکونو شمېر د څلور نیم زرو په ځای دوه نیم زرو ته ټیټ کړي. ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ پر وېبپاڼه دا خبره کړې او یو ځل بیا یې د بې پایه جګړو پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی. ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دورې کمپاین غونډو کې ژمنه کړې وه چې بهر کې به د امریکايي ځواکونو جګړې ختموي او کور ته به یې ستنوي.
































