د کندوز پر امام صاحب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په بريد کې ٢٠ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې تېره شپه اته بجې وسله والو طالبانو پر امام صاحب ولسوالۍ بريد وکړ چې د شپې تر يوې بجې يې دوام درلود. په دغه بريد کې لس امنيتي سرتېري چې پوليس، ملي اردو، سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي په کې شامل دي وژل شوي او لس نور ټپيان دي. د کندوز د ولايتي شورا يوه غړي عبدالاحد توریال کاکړ هم دغه بريد تاييد کړ او ويې ويل چې په دغه بريد کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي او ١١نور ټپيان دي. د ده په وينا چې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په دې اړه پوره معلومات نشته . وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
































