ولسمشر غني وايي چې په وزارتونو او ټولو دولتي تشکیلاتو کې د لسګونو سرپرست بستونو موجودیت موضوع د منلو نه ده او باید د افغانستان په ملکي خدمتونو ادارو کې وطن او خلکو ته ژمن او وړ کسان، استخدام شي. ولسمشرغني دغه څرګندونې تېر ماښام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له کمېشنرانو سره په ګلخانې ماڼۍ کې د ليدنې پرمهال وکړې. له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د افغانستان ملکي خدمتونو ادارو په جوړښت کې د اصلاحاتو او تعییناتو پر طرزالعمل بحث او خبرې وشوې. غني زیاته کړې، باید د ملکي خدمتونو د کارکوونکو کړنې او موثریت وارزول شي او د دوی د استخدام شېوه دې د اساسي قانون د دستور مطابق عملي شي.
































